د کابل ښار په دوه یمه ناحیه کې له ۳۱ دارالوکالو نظارت او بررسي ترسره شوه

hayat_admin
Sat, Dec 09 2023 1:38 PM

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو نظارتي پلاوي د جمادي الاول میاشتې په ۲۲ نېټې د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په دوه یمه ناحیه کې له ۳۱ دارالوکالو نظارت او بررسي ترسره کړه او د هغو متصدیانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې ۲ دارالوکالې چې د هغو د فعالیت ناحیې د هغو له جوازونو سره مطابقت نه درلود او د هغو په جوازونو کې د درج شوې ناحیې په خلاف یې فعالیت درلود، وپېژندلې.

یاد هیئت، د یادو مدافع وکیلانو د هویت کارتونه او د وکالت مهرونه قید کړل او د یادو دارالوکالو متصدیانو ته یې توصیه وکړه چې د مدافع وکیلانو ریاست ته حاضر شي او د خپل فعالیت ناحیو ته د خپلو جواز لیکونو مطابق تغیر ورکړي. دغه راز د یوې بلې دارالوکالې لوحه چې د هغې د جواز مطابق نه وه، اصلاح شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS