په کندز ولایت کې د ۴۴ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Wed, Dec 06 2023 10:30 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۰ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د چهاردرې ولسوالۍ د خیرآباد دښتې د څړځای موضوع چې د سمنګان او کندز ولایتونو د مالدرانو تر شخړې لاندې ده، د والي د مرستیال او د یاد ولایت د علماوو د شورا د ریاست سرپرست په حضور کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او پریکړه وشوه چې د همدې اوونۍ په سه شنبې ورځ د سمنګان ولایت د تخنیکي هیئت په همغږۍ له یادې ساحې څخه لیدنه او بررسي ترسره شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د کندز ولایت د مرکز په عسقلان ساحه کې د ۱۲۹ جریبه ځمکې، د خان آباد ولسوالۍ د بوین ساحې د ۱۵ جریبه ځمکې او د دشت ارچي ولسوالۍ د قره غوشي ساحې د ۲۱ جریبه ځمکې دوسیو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

تخنیکي هیئت د خان آباد ولسوالۍ د بوین ساحې ۱۵ جریبه ځمکه او د کندز ولایت د مرکز په عسقلان ساحه کې ۲۹ جریبه ځمکه له متصرفینو څخه د هغو په امارتي والي د لیکل شوي اقرار لیک له اخیستو څخه وروسته، استرداد کړه او د اجارې ورکونې پړاوونو تېرولو په منظور یې لازمې لارښوونې صادر کړې. د عسقلان ساحې د ۱۰۰ جریبه پاتې ځمکې په تړاو هم لازمې لارښوونې وسپارل شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS