د کابل  ښار په څلورمې ناحيې کې له ٢٤ دارالوکالو څخه نظارت او بررسي ترسره شوه

hayat_admin
Mon, Dec 04 2023 9:58 AM
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست نظارتي پلاوي د کابل ښار په څلورمې ناحیې کې له ٢٤ دارالوکالو څخه کنترول او نظارت ترسره کړ او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.

دغه پلاوي، د جمادي الاول میاشتې په ۱۸ نېټې د شنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمې ناحیې کې ۱۴ دارالوکالې بررسۍ او کنترول لاندې ونیولې چې له دغې جملې څخه ۲ دارالوکالې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې مادو د نه رعایت کولو په دلیل، وتړل شوې او ۵ نورې دارالوکالې چې د هغو د وکالت مهر د هغو د فعالیت ناحیې سره مطابقت نه درلود، د هغو مهرونه قید شوو ترڅو متصدیان یې د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي او د خپلو مهرونو په بدلولو اقدام وکړي.

دغه پلاوي د تېرې اوونۍ په دوشنبې ورځ هم په یادې ناحیې کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ چې له دغې جملې څخه ۱ دارالوکاله چې د جواز موده یې پای ته رسیدلې وه او ۴ نورې دارالوکالې چې د هغو د فعالیت ځای د هغو له جواز سره مطابقت نه درلود، د هغوی مهرونه یې قید کړل او د هغو متصدیانو ته توصیه وکړه ترڅو د خپل د فعالیت ځای د خپل جواز مطابق تنظیم کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS