په جوزجان ولایت کې څه باندې د ۱۱۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت اوتشخیص

hayat_admin
Sun, Dec 03 2023 1:34 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۵ نیټې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز په اخترخیل او غلام آباد کلیو کې د ۹۱ جریبو ۵ بسوې ځمکې او په نصیرآباد کلي کې د ۱۹ جریبو ۱۲ بسوې نورې ځمکې بشپړ شوی راپور او څېړنې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په پایله کې، تخنیکي هیئت یادې شوې ځمکې امارتي تثبیت او تشخیص کړې او د هغو راپور یې تایید کړ او د یاد هیئت سکرتریت ته یې دنده وسپارله ترڅو یاد راپور د اړوندو ټولو ضمایمو سره د وروستي تصمیم نیونې په غرض مرکزي کمېسیون ته واستوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS