د کنړ ولایت عدلیې ریاست په دغه ولایت کې د عریضه لیکنې د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه آزموینه واخیسته

hakeem_admin
Wed, Nov 22 2023 9:30 AM
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت د جمادي الاول میاشتې په ۷ نېټې د سه‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د عریضه لیکنې د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د عدلیې ریاست په مقر کې آزموینه واخیسته.

په دغې برنامې کې د کنړ ولایت د عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس، د محکمې او د ولایت مقام استازو او د عدلیې ریاست نورو مسؤلینو برخه واخیسته او د آزموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.

د کنړ ولایت د عدلیې رئیس د عریضه لیکنې د جواز غوښتونکو ته توصیه وکړه چې له عارضینو سره ښه چلند ولري او له هغوی د زیاتو پیسو له اخیستو ډډه وکړي. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې د عریضو په لیکنه کې له زیات دقت څخه کار واخلي.

د عریضه لیکنې د جواز غوښتونکو هم ژمنه وکړه چې خلکو ته به صادقانه خدمت وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS