د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د معاملاتو لارښوونو، موټر پلورنځیو او له عریضه لیکونکو نظارت او بررسي

hayat_admin
Sat, Nov 18 2023 9:28 AM

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیر د جمادي الاول میاشتې په ۱ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت زرمت ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال او د امنیه قوماندان له مرستیال سره وکتل او خبرې وکړې.

نوموړي په دغې ناسته کې د پنجشنبې بازار د تړلو او د اتحادیو او خیریه بنسټو په واسطې د جواز اخیستو په تړاو د یادې ولسوالۍ له ولسوال او د امنیه قوماندان مرستیال سره خبرې وکړې او په دغې برخه کې د هغوی د همکارۍ غوښتونکی شو.

د زرمت ولسوالۍ ولسوال او د امنیه قوماندان مرستیال ژمنه وکړه چې د پورته مواردو په برخه کې به له عدليې ریاست سره همکاري وکړي.

وروسته د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیر د یادې ولسوالۍ د معاملاتو لارښوونو، موټرپلورنځیو او عریضه لیکونکو څخه لیدنه او نظارت وکړ او په پایله کې یو موټر پلورنځۍ او څلور دوکانونه د موټر ناقانونه پېر او پلور په دلیل مهرلاک او وتړل شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS