په کندز ولایت کې د ۲۷۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Mon, Nov 13 2023 3:12 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۸ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.  

په یاده ناسته کې، د امام صاحب ولسوالۍ د قلم ګذر ساحې د ۲۶۰ جریبه ځمکې دوسیې، د علي آباد ولسوالۍ د شغنیانو ساحې د ۱۰ جریبه ځمکې دوسیه او د ارباب رمضاني ساحې د ۷ بسوې ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او یادې شوې ځمکې د هغو د متصرفینو د لیکل شوي اعتراف له اخیستو څخه وروسته امارتي تثبیت او استرداد شوې.

هیئت لارښوونه وکړه چې د دغو ځمکو غیرشرعي ذوالیدونو ته د هغو د اجارې ورکول بهیر له پړاوونو څخه تېر شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د ګلتپې ولسوالۍ د خروټو ساحې د ۷ جریبه ځمکې دوسیه بحث او بررسۍ لاندې نیول شوې او امارتي تثبیت شوه او په دغې برخه کې لازمې لارښوونې صادر شوې.

د امام صاحب ولسوالۍ د تویچي ساحې د ۵۸ جریبه ځمکې دوسیه هم په یاده ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم توظیف شو ترڅو د متصرفینو سندونه پر ساحې باندې تطبیق کړي او راپور یې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS