په ارزګان ولایت کې څه باندې د ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hakeem_admin
Thu, Nov 09 2023 12:16 PM
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۲ نېټې د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې د سهنانو په ساحې کې د ۸۰۰ جریبه ځمکې په تړاو چې د تخنیکي هیئت له لوري امارتي تثبیت او تشخیص شوې، بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او یاد هیئت د دغې ساحې وکیلانو ته د اسلامي امارت د تېرې دورې پریکړه او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون پریکړه بیان کړه او هغوی لپاره يې څلور ورځې وخت ورکړ ترڅو یادې امارتي ځمکې اسلامي امارت ته تسلیم کړي.

دغه راز یاد هیئت د ۵۰۰ جریبه غصب شوې ځمکې ساحې ته چې د یاد ولایت په مرکز کې د ارزګان پوهنتون لپاره ځانګړې شوې وه، ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د لارښوونې په اساس، یاده شوې ۵۰۰ جریبه ځمکه له غاصبینو څخه استرداد کړه او د دغه ولایت د پوهنتون ادارې ته یې تسلیم کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS