د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې ریاست د ۲ تشو بستونو د رقابتي آزموینې اخیستل

hayat_admin
Tue, Nov 07 2023 2:06 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الثاني میاشتې په ۲۳ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت د داخلي پلټنې د ریاست د ۲ تشو مسلکي بستونو رقابتي آزموینه د آزادې سیالې له لارې واخیسته.

په دغې آزموینه کې چې د عدليې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د عدلیې وزارت اداري معین مولوي عبدالغني فایق او د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤلینو حضور درلود او د آزموینې له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

د آزموینې په پيل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د آزموینې د ډول او د پوښتنو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او برخه اخیستونکو ته یې د آزموینې پروسې له بشپړې روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

دغې آزموینې کې د ګډون لپاره ۱۱۰ تنو فورمې اخیستې وې چې له دغې جملې څخه د هغوی ۱۰۱ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي او له هغوی څخه ۸۳ تنو په آزموینې کې برخه واخیسته او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې رقابت وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS