د یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو د جوازلیکونو د اعتبار د مودې پای ته رسیدلو په تړاو د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هغو خیریه بنسټونو او اتحادیو ته چې د جوازلیکونو د اعتبار موده يې پای ته رسیدلې او د هغو نومونه په لاندې لړلیک کې درج دي خبر ورکوي چې  ژر تر ژره د یاد وزارت له لارې د خپل جوازلیک د لغوه او یا تمدید کولو په برخه کې اقدام وکړي او له ناقانونه فعالیت څخه ډډه وکړي.

یاد وزارت د ټولیزو رسنیو له لارې یادو بنسټونو ته د هغو د فعالیت جواز د مودې پای ته رسیدلو او د هغو د قانوني پړاوونو تېرولو د اړتیا په تړاو مخکې هم خبرتیا ورکړې وه، چې هغوی لپاره ټاکل شوې موده پای ته رسیدلې ده.

په هغه صورت کې چې یاد بنسټونه د خپل فعالیت د جواز د لغوه او تمدید کولو د پړاوونو تېرولو په خاطر ژر تر ژره اقدام و نه کړي، د عدلیې وزارت به له هغوی سره قانوني او اصولي چلند وکړي او راتلونکی مسؤلیت به د یادو بنسټونو په غاړه وي.

د بنسټونولړلیک

د اتحادیولړلیک