د پنجشیر ولایت په آبشار ولسوالۍ کې څه باندې د ۱۴ جریبه ځمکې تثبیت

hayat_admin
Tue, Nov 07 2023 12:16 PM
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۱ نېټې د یکشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت آبشار ولسوالۍ ته سفر وکړ او څه باندې ۱۴ جریبه ځمکه یې په دغې ولسوالۍ کې تثبیت او تشخیص کړه.

په دغه سفر کې، تخنیکي هیئت د یادې ولسوالۍ له ولسوال او نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او د یادې ولسوالۍ سیمه ییزو مسؤلینو ته يې په مرکز کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د تخنیکي هیئتونو د رامنځته کیدلو په اړه معلومات وړاندې کړل. دغه راز یاد هیئت د یادې ولسوالۍ سیمه ییزو مسؤلینو څخه له دغه هیئت سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته یاد هیئت د آبشار ولسوالۍ د سرلس تپې مدعی بها ساحې ته ولاړ او په دغې ساحې کې کابو ۱۰ جریبه او ۱۵ بسوې او ۷ بسواسې سپینه ځمکه او کابو ۳ جریبه او ۱۲ بسوې او ۵ بسواسې وقفي ځمکه تثبیت او سکیچ کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS