د زابل ولایت د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له مسؤلینو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

د زابل ولایت د عدلیې رئیس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۰ نېټې د شنبې په ورځ د یاد ولایت د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له مسؤلینو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.
په دغې ناسته کې چې له ګاونډویو هیوادونو څخه له راستنو شویو مهاجرینو سره د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو مسؤلینو د مرستې او همکارۍ ترلاسه کولو په منظور جوړه شوې وه، د زابل ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې ویې ویل چې له پاکستان څخه ایستل شوي مهاجرین زموږ او تاسو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري او له هغوی سره مرسته زموږ ګډه وجیبه ده. نوموړي په دغه ولایت کې د معاملاتو د لارښوونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په دغې برخه کې خپله اسلامي او ملي وجیبه ادا کړي.
د یاد ولایت د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې مهاجرینو لپاره د کورونو د خرڅلاو، ګروۍ او کرايې کمولو او هغوی لپاره د لازمو آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې له خپلې وسې سره هڅه کوي. دغه راز هغوی ژمنه وکړه چې افغان مهاجرینو لپاره د کورونو چمتو کولو ته به لومړیتوب ورکړي.