د نورستان ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
Thu, Nov 02 2023 10:32 AM
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۶ نېټې د سه شنبې په ورځ د نورستان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د نورستان ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او دغه ولایت ته یې د خپل د سفر موخه بیان کړه. یاد شوي هیئت د عدلیې ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه او د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د دغه ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د نورستان ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي.

وروسته یاد هیئت د نورستان ولایت له والي شیخ شیر احمد سره وکتل او په بېلابېلو برخو کې د عدلیې ریاست ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې او د یادو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

د نورستان ولایت والي د یاد ولایت د عدلیې ریاست سره د دغه ولایت د مقام د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د عدلیې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې به همکاري وکړي.      

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS