د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته جوړیدل

hayat_admin
Wed, Nov 01 2023 2:31 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۷ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او نور مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست او د حقوقي مساعدتونو د ریاست کړنلارې په ماده ییزې بڼې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او ګډونکونکو خپل نظریات او اصلاحي وړاندیزونه مطرح کړل.

په یاده ناسته کې، پریکړه وشوه چې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو ریاست له یادو کړونلارو څخه یو ځل بیا کتنه وکړي او د نظریاتو او اصلاحي وړاندیزونو په درج سره يې په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته د یاد وزارت د کارمندانو د توجو، په جماعت لمانځه کې د حضور او د اسلامي شریعت مطابق د خپل صورت او سیرت د برابرولو په اړه  لازمې توصیې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS