د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Oct 28 2023 1:16 PM
.

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۰ نېټې د چهارشنبې په ورځ د میدان وردک ولایت د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د لازیاتې همغږۍ او د چارو د ښه کیدو لپاره جوړه شوې وه، د میدان وردک ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د هر شخص دنیوي او اخروي مسؤلیتونه یې یاد کړل.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د هغوی اړوند مسؤلیتونو د ترسره کولو، حاضرۍ ته د پابندۍ، د آمر له امرونو څخه د اطاعت، له نورو ادارو سره د غوره او د همغږۍ اړیکو درلودلو، له مراجعینو سره د ښه چلند او د نورو مواردو په تړاو لازمې توصیې وکړی.

په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم د خپلو لاسته راړونو راپور، کاري پلان، ستونزې او وړاندیزونه د کاري چارو د ښه کیدو په منظور مطرح کړل او د عدلیې رئیس ټینګار وکړ چې د موجودو ستونزو د لري کولو په موخه به هڅې وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS