د عدليې وزارت د املاکی قضیو د ریاست د نوي رئیس معرفي

hayat_admin
Thu, Oct 26 2023 12:57 PM
.

د عدليې وزارت د مقام د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي ریاست د منظورۍ په اساس، د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستیتوت لوی ریاست د سوداګرۍ او خصوصي سکتور د قوانینو د دیپارتمنت رئیس مولوي عبدالواجد حلیم تبدیلاً د امارت د قضایاو د لوی ریاست د املاکي قضایاو د رئیس په حیث تقرر ترلاسه کړ.

په هغو مراسمو کې چې د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۱ نېټې د پنجشنبې په ورځ د نوموړي د معرفۍ په منظور د عدلیې وزارت په مقر کې جوړ شوي وو، د امارت د قضایاو لوی رئیس مولوي احسان الله وثیق، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د عدلیې وزارت یو شمېر نورو مرکزي رئیسانو او کارمندانو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې، د امارت د قضایاو لوی رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د اسلامي امارت د مسؤلینو هلې ځلې او زحمتونه او په تېرو دوو کلنو کې ترسره شویو پرمختګونه یادونه وکړه. نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د املاکي قضیو د نوي رئیس له اهلیت او وړتیا څخه ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ریاست ته د نوموړي په راتګ سره به په یاد ریاست کې د پام وړ بدلونونو او پرمختګونو شاهدان واوسو. دغه راز نوموړي د املاکي قضیو له نوي رئیس سره د هر ډول همکاریو ډاد ورکړ.

په دغو مراسمو کې، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس، د املاکي قضیو نوی رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي کړ او د نوموړي سوابق او کاري تجربې یادې کړې.

د عدلیې وزارت د املاکي قضیو نوي رئیس هم د عدلیې وزارت د مشرتابه مقام له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خلکو او د افغانستان اسلامي نظام ته د خدمت په لار کې به له هیڅ ډولو هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS