د میدان وردک ولایت د والي له مرستیال سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ربیع الثاني د میاشتې په ۳ نېټې د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د والي له مرستیال مولوي سیدالرحمن حافظ او نورو سیمه ییزو مقاماتو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل او خبرې ورسرې وکړې.
په دغې ناسته کې د میدان وردک ولایت تخنیکي هیئت د دغه هیئت د یوې میاشتې لاسته راوړنو راپور د والي مرستیال ته وړاندې کړ او ځینې ستونزې یې هم چې د کار په لړ کې ورسره مخ دي له نوموړي سره شریکې کړې. په یاده ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د میدان وردک د والي مرستیال د دغه هیئت د کړنو ستاینه او قداردني وکړه او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.