په غور ولایت کې څه دپاسه د ۵۱۵۰۰ جریبه ځمکې تثبیت

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۲ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
په دغې ناسته کې، د غور ولایت د مرکز ولسوالۍ د نرکوه ساحې د ۵۱ زرو ۴۸۰ جریبه ځمکې دوسیه چې د دغه ولایت یو تن اوسیدونکې پر هغې باندې د مالکیت ادعا کړې، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او عامه څړځای تثبیت شوه.
یاد شوي هیئت د ضحاک د تاریخي او لرغونې کلا د ساحې او د هغې د لویدیځ تپې د ۲۵.۶ جریبه ځمکه بحث او بررسۍ لاندې ونیوله او هغه یې تثبیت کړه او د دغه هیئت سکرتریت ته یې لارښوونه وکړه چې د راپور یې مرکز ته واستوي.