د کنړ ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
Tue, Oct 03 2023 2:18 PM
.

د کنړ ولایت عدلیې رئیس مفتي عبدالستار حماس د ربیع الاول د میاشتې په ۱۶ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مولوي عزیزالرحمن یاسر سره وکتل او د یاد ریاست د امارت د قضایاو اړوندو موضوعاتو په تړاو یې له نوموړي سره خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې د یاد ولایت د محکمو قاضیانو هم حضور درلود او په هغې کې د امارت د قضایاو اړوندو دوسیو ته په وخت د رسیدګۍ او د عامه حقوقو له ضایع کیدلو څخه د مخنیوي په تړاو بحث او خبرې وشوې او د دغو دواړو ادارو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.

د کنړ ولایت د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت له عدليې ریاست سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS