د کابل شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې رئیس د ټاکنو پروسې په ترڅ کې وټاکل شو

hakeem_admin
Fri, Sep 22 2023 11:24 AM
.

د کابل شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې د رئیس ټاکلو په منظور د ټاکنو پروسه د ربیع الاول د میاشتې په ۶ نېټې د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې په شفاف ډول ترسره شوه. د یادو ټاکنو په پایله کې حاجي بهرام ځدران د شهزاده سرای له صرافانو څخه یو تن، د ۱۳۵ رایو په ترلاسه کولو سره د یادې اتحادیې د رئیس په توګه وټاکل شو.

په دغې پروسې کې د شهزاده سرای رسمي جواز درلودونکو ۲۳۶ تنو صرافانو د رایې ورکوونکو په توګه برخه اخیستې وه او د عدلیې وزارت، د افغانستان بانک، د استخباراتو او یو شمېر نورو ادارو استازو هم د ناظر په توګه حضور درلود.

په یادې برنامې کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس، د یاد وزارت د جمعیتونو رئیس او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او یو شمېر نورو مقاماتو هم حضور درلود.

د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي عبدالصمد عمري په دغې برنامې کې وویل چې د یادې اتحادیې د نوي رئیس د تعیین بهیر کابو ۹ میاشتې وخت ونیو او نن ورځ په بریالیتوب سره پای ته ورسید. نوموړي په خپلو ویناو کې د هیواد په اقتصاد او آبادۍ کې د صرافانو او خصوصي سکتور رول اړین وباله او د هغوی د توجو غوښتونکی شو.

د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې نوي رئیس حاجي بهرام ځدران هم له عدلیې وزارت او په ځانګړي توګه د یاد وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي څخه د یادې اتحادیې د ټاکنو لپاره د زمینې برابرولو په منظور د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړولو په برخه کې لازیاتې هڅې کوي.

په دغو ټاکنو کې د حاجي بهرام ځدران سربېره، حاجي دادګل حضرت زي ځان د یادې اتحادیې ریاست لپاره نوماند کړی وو. نوموړي په خپلو وینا کې د یادې اتحادیې نوي رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې له نوموړي سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

په دغې برنامې کې د سوداګرۍ او پانګونۍ اتاق رئیس محمد یونس مهمند او نورو مقاماتو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او هیلي یې څرګندې کړې چې د شهزاده سرای د صرافانو د اتحادیې د ټاکنو د حل موضوع، د هیواد پر اقتصاد او په هیواد کې د پیسو د ګرځیدلو پر بهیر مثبته اغیزه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS