په کابل ښار کې د ۷ غیرقانوني خیریه بنسټونو د فعالیت مخه ونیول شوه

hayat_admin
Wed, Sep 13 2023 3:43 PM
.

د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست نظارتي هیئت په کابل ښار کې له ۹ اتحادیو او ۱۳ خیریه بنسټونو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.

یاد شوي هیئت په دغې بررسۍ سره، ۷ خیریه بنسټونه چې په غیرقانوني ډول جوړ او په خپل سر ډول یې فعالیت ترسره کاوه، وپېژندل او د هغو له غیرقانوني فعالیت څخه مخنیوی وشو.

هیئت د یادو بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې خپل خیریه بنسټونه رسمي کړي او هغو لپاره جواز ترلاسه کړي او په راتلونکې کې د غیرقانوني فعالیت څخه ډډه وکړي.

د عدلیې وزارت د ټولنو او د ټولنیزو چارو د ریاست نظارتي هیئت په دوامداره توګه د اتحادیو او د خیریه بنسټونو له فعالیت  څخه بررسي او نظارت ترسره کوي ترڅو د هغو له غیر قانوني فعالیت څخه مخنیوی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS