په کندز ولایت کې د ۹۶۰ جریبه ځمکې استرداد

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ نېټې د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ ته روان شو او د یوې ناستې په ترڅ کې د دغې ولسوالۍ د یو شمېر غصب شویو ساحو دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیولې.
په یاده ناسته کې، د اسکي ساحې د ۱۳۴ جریبه ځمکې او د حلقه کول او د اندرابیانو د ګذر ساحې د ۹۶۰ جریبه ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او د یادو ځمکو له متصرفینو سره کتنه ترسره شوه. د یادو شویو ځمکو متصرفینو د دغې ځمکې پر امارتي توب اعتراف وکړ او له اسلامي امارت څخه د اجارې اخیستنې غوښتونکي شول.
یاد هیئت د حلقه کول او د اندرابیانو د ګذر د ساحې ۹۶۰ جریبه ځمکه د هغې د متصرفینو د اعتراف له اخیستلو وروسته استرداد کړه او لارښوونه یې وکړه چې له متصرفینو سره د کمېسیون د اجارې ورکولو د کړنلارې مطابق چلند وکړي.
وروسته یاد هیئت له امارتي ساحو څخه چې وړاندې استرداد شوې وې، لیدنه وکړه او د هغو د ساتنې په غرض اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.