پروان ولایت کې د ۱۲۴ جریبه ځمکې تثبیت

hayat_admin
Mon, Sep 11 2023 3:16 PM
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو ته سفر وکړ او د دغو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیې قوماندانانو او د استخباراتو له مسؤلینو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

یاد هیئت د دغو ولسوالیو له سیمه ییزو مسؤلینو څخه د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خلکو له خوا د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړي او د امارتي ځمکو له غصب څخه دغه هیئت ته خبر ورکړي.

دغه راز یاد هیئت د شینوارو ولسوالۍ له ناصرخان جلګې څخه لیدنه وکړه او یاده شوې ۱۲۴ جریبه ځمکه یې سکیچ او تثبیت کړه. په همدې توګه دغه هیئت د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ له سرخ ډاګ او له ده نو دښتې څخه لیدنه او بررسي  ترسره کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS