په کندز ولایت کې د ۱۰ جریبه ځمکې استرداد

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د امام صاحب د ولسوالۍ د مراد شیخ ساحې د ۱۰ جریبه ځمکې، د اسکې ساحې د ۳۴ جریبه ځمکې، د الف بیردي ساحې د ۱۸ جریبه ځمکې او د شورکول ساحې د ۱۳ جریبه ځمکې دوسیې او دغه راز د کندز ولایت په مرکز کې د یو وقفي انګړ دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.
په دغې ناسته کې، د امام صاحب د ولسوالۍ د مراد شیخ ساحې د ۱۰ جریبه ځمکې دوسیه او د کندز ښار د کارته هلال په ساحې کې په ۱۹۵ متر مربع مساحت د جومات یو وقفي انګړ د هغو د متصرفینو له اقرار او اعتراف څخه وروسته استرداد شول او د حج او اوقافو ریاست ته د یاد انګړ د تسلیمي لارښوونه صادر شوه.
دغه راز د امام صاحب د ولسوالۍ د اسکي ساحې ۳۴ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه او د دغه هیئت سکرتریت ته لارښوونه وشوه چې د هغې څېړنې بشپړې کړي ترڅو د څېړنو له بشپړولو څخه وروسته استرداد شي او دغه راز د شورکول ساحې د ۱۳ جریبه ځمکې او د الف بیردي ساحې د ۱۸ جریبه ځمکې دوسیې بررسۍ لاندې ونیول شوې او د څېړنو بشپړولو او راتلونکو اجراآتو په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې