په میدان وردک ولایت کې ۶۱۸ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
Tue, Sep 05 2023 3:49 PM
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۷ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب د مخنیوي اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې د دایمیرداد ولسوالۍ د خوش قول ساحې د ۶۱۸ جریبه ځمکې دوسیه بررسۍ لاندې ونیول شوه او تثبیت او تشخیص شوه. یاد هیئت د دغه هیئت موظف ټیم او سکرتریت ته دنده وسپارله ترڅو د دغې موضوع وروستی راپور ترتیب کړي او د وروستي تصمیم نیولو په غرض مرکزي کمېسیون ته واستوي.

دغه راز په یاده ناسته کې د شهرنو ښارګوټي، د چک ولسوالۍ د برق د فابریکې موضوع او یو شمېر نورې عریضې او دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS