د عدلیې وزارت جومات د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

hayat_admin
Tue, Sep 05 2023 9:57 AM
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په محوطې کې ودان شوی جومات شریف د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۸ نېټې د دوشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم شرعي، د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د مرکزي رئیسانو، د دغه وزارت د مسؤلینو او د کارمندانو او د رسنیو په حضور سره پرانیستل شو.

د عدلیې وزارت سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه جومات د پرانیستلو مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د یاد جومات په ودانولو کې له لوړو او با کیفیته موادو څخه ګټه اخیستل شوې ده. نوموړي له هغو کسانو څخه چې د یاد جومات په جوړولو کې مادي او غیرمادي مرستې کړي او د دغه جومات په جوړولو کې هلې ځلې کړي مننه او قدرداني څرګنده کړه او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه یې استدعا وکړه چې اجر او ثواب د هغوی په برخه کړي.

نوموړي وویل چې لوی څښتن تعالی موږ ته د جومات د جوړلو امر کړی او د جومات له جوړولو څخه مراد د جومات ظاهري ودانول نه دي بلکې د جومات معنوي او باطني ودانول دي چې په هغه کې د لمونځ، عبادت او ذکر په ترسره کولو سره تحقق مومي. نوموړي د یاد وزارت له کارمندانو څخه وغوښتل چې د جوماتونو معنوي ودانولو ته توجه وکړي او د جماعت له ترسره کولو څخه څو شیبې مخکې جومات ته حاضر شي او خپل لمونځ په جماعت سره ادا کړي.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین هم د جومات د موقف او فضیلت او په جماعت سره د لمونځ ترسره کولو په تړاو خبرې وکړې ویې ویل چې د جومات په جوړولو کې دنیوي او اخروي دوه موخې نغښتې دي. نوموړي وویل چې په جوماتونو کې پخ راټولیدو او پنځه وخته لمونځ ترسره کولو سره مسلمانان د یو بل له احوالاتو څخه خبریږي او د هغوی ترمنځ د یووالي، اتفاق او همکارۍ سبب ګرځي. نوموړي زیاته کړه چې جومات هغه وسیله او موقف دی چې الله تعالی د هغه په وسیلې پر انسان رحم کوي او په هغو کې دعا او عبادت د الله تعالی د قبولیدلو وړ ګرځي او الله تعالی، انسان د عفوې او بښنې لاندې راولې.

په دغو مراسمو کې د یاد وزارت د تقنین لوی ریاست مرستیال او سرپرست مولوي رکن الدین هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د جومات د لویي په اړه یې خبرې وکړې او د دغو مراسمو له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې خپل لمونځونه په جومات کې ادا کړي او د جوماتونو په نظافت، پاکۍ او په ساتنه کې برخه واخلي او خپل مسؤلیت ادا کړي.

د عدليې وزارت جومات په ۶۵۰ متر مربع مساحت کې په دوو پوړونو کې د ورځې له معیارونو سره سم په عصري او پوخ ډول ودان شوی او په یو وخت کې د ۱۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

دغه جومات د ستندرد د تهويې په سیستم او د غږيز په سیستم سره سمبال دی او په عصري وسایلو سره سمبال د اودس ځای لري چې د د جوړولو کار یې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په ۲۳ نېټې پیل شوی او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۸ نېټې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS