په کابل ولایت کې د ۶۰ دارالترجمو د فعالیت څارنه او بررسي

hakeem_admin
Sat, Sep 02 2023 1:20 PM

د عدلیې وزارت د مقام د حکم په اساس د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق له ریاست څخه یو پلاوي د کابل ښار په کچه د ۶۰ دارالترجمو د ژباړونکو له فعالیت څخه څارنه او بررسي ترسره کړه.

یاد پلاوي د یادو شویو دارالترجمو فعالیتونه او سندونه بررسي کړل او د ۵ دارالترجمو اجازه لیکونه یې لغو کړل او ۱۲ نورو ژباړونکو ته یې لیکل شوې اخطاریې صادر کړې.

دغه راز ۶ نورو ژباړونکو ته یې توصیه وکړه او د ۷ تنو نورو فعالیتونه يې بند کړل چې په غیرقانوني ډول او له اجازه لیک څخه پرته یې د رسمي سندونو د ژباړې کار ترسره کاوه.

د عدلیې وزارت په کابل ښار کې د دارالترجمو له فعالیتونو څخه د څارنې بهیر په دوامداره توګه ترسره کوي ترڅو په دغې برخه کې د غیرقانوني فعالیت مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS