په بلخ ولایت کې څه دپاسه د ۴۹۰۰ جریبه ځمکو اړوند د دوسیو بررسي

hayat_admin
Thu, Aug 31 2023 12:09 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په دغه ولایت کې د ۴۹۱۲ جریبه ځمکو دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د بلخ ولسوالۍ د نوارد بوکه کلي د ۱۸۰۰ جریبه ځمکې راپور وړاندې شو. د همدرد پروژې د ځمکې په اړه هم پریکړه وشوه چې یو فني ټیم د یادې پروژې د ۲۹۱۲ جریبه ځمکې د بررسۍ او کروکي اخیستلو په منظور ساحې ته روان شي.

په همدې توګه په دغې ناسته کې د شمال د سکرو ډبرو دولتي شرکت غصب شوي جایداد، پلاني او غیرپلاني ساحو کې د مزارشریف د ښاروالۍ د پراختیايي پلانونو تطبیق، د کود او برق استوګنې ساحې، په دغه ولایت کې د یو شخص د جایدادونو د بررسۍ، د امرخ استوګنې پروژې د ۲۰۰ جریبه ځمکې او د یو شمېر عریضو په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS