د کاپیسا ولایت په یو ښوونځي کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړول

د کاپیسا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د حضرت خالد په متوسطه ښوونځي کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.
په دغې برنامې کې د یاد ښوونځي ۴۵ تنو زده کوونکو او ښوونکو برخه اخیستې وه او د یادې برنامې له حقوقي پوهاويو څخه یې ګټه پورته کړه.