په بادغیس ولایت کې ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه  استرداد شوه

hayat_admin
Tue, Aug 29 2023 11:04 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د تخنیکي هیئت له خوا وړاندې شوي سندونه او مدارک په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

په دغې ناسته کې د فاریاب ولایت د چهل ګزي ولسوالۍ او د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ د څو تنو اوسیدونکو تر ادعا لاندې د شور سرخ ساحې ۵۰۰ جریبه ځمکه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او یادې ځمکې په امارتي توب د دعوا د لورو له اقرار څخه وروسته له هغوی څخه ژمنه واخیستل شوه او یاده شوې ځمکه اړوندې ادارې ته استرداد شوه.

په دغې ناسته کې یو شمېر نورې دوسیې هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول. وروسته یاد تخنیکي هیئت د خلیفه (علیه رحمه) زیارت څخه لیدنه وکړه او له یو شمېر افرادو او اشخاصو څخه چې د زیارت ځمکې یې غصب کړي، شرعي سندونه او مدارک وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS