د کنړ ولایت له عریضه لیکونکو څخه لیدنه او نظارت

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست د انسجام لوی مدیریت د ۱۴۴۵هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، په اسعدآباد ښار کې له یو شمېر عریضه لیکونکو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ.
د یادې بررسۍ په پایله کې یو تن عریضه لیکونکی چې د نوموړي د کار د جواز نېټه پای ته رسیدلې او پر تمدید یې اقدام نه و کړی، وپېژندل شو او له هغه څخه عریضې او جواز واخیستل شو او نوموړي ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره د خپل جواز په تمدید اقدام وکړي.
دغه راز د یادې بررسۍ په ترڅ کې له یو شمېر عریضه لیکونکو څخه پخوانۍ چاپ شوې عریضې چې د جمهوریت د دورې مهر په کې وو او دغه راز پخپل سر جوړې شوې کمپیوټري عریضې، ترلاسه او راټولې شوې او هغوی ته توصیه وشوه چې په راتلونکې کې د دغه راز عریضو له ګټه پورته کولو څخه ډډه وکړي.
یاد هیئت د دغه ولایت عریضه لیکونکو ته توصیه وکړه چې له خلکو سره ښه رویه ولري او له زیاتو پیسو اخیستلو څخه ډډه وکړي او دغه راز هغوی ته د املا، انشاء او د عریضې لیکنې د ډول په اړه لازمې لارښوونې وشوې.