په تېرې یوې میاشت کې څه باندې د ۱۷ زره او ۳۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Sun, Aug 27 2023 12:03 PM

د هیواد د ۹ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اوږدو کې ۱۷ زره او ۳۱۴.۶۸ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړه او هغه یې اړوندو ادارو ته تسلیم کړه.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې ۵۵۱ زره او ۶۱۲.۴۱ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان ۲۶ ولایتونو کې تثبیت کړه او ۲۸۰ زره او ۵۴۷.۹۸ جریبه نوره ځمکه یې هم بررسۍ لاندې نیولې ده.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په کابل، ارزګان، سرپل او سمنګان ولایتونو کې موقعیت لري.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او په زرګونو جریبو د غصب شویو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS