په بدخشان ولایت کې څه باندې ۱۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفر المظفر د میاشتې په ۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د یاد ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د دولتي سپین زر شرکت د ملکیت ۱۶۴۴ جریبه ځمکې په تړاو له ماليې وزارت او د یاد ولایت له مقام څخه د رارسیدل شویو لیکونو ستونزې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په دغې ناسته کې د لعل بدخشان څیړنیز فارم د ۱۴۴ جریبه ځمکې او یو لړ نورو موضوعاتو په تړاو هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې امنیې قوماندانۍ ته رسمي لیک واستول شي ترڅو د کادستر ټیم له پاره د یادې ساحې د سروې او کروکي زمینه مساعده کړي.
دغه راز په یاده ناسته کې د ځمکو د آمر له لوري په کران او منجان ولسوالۍ کې د ځنګل د ۱۲۱۷ جریبه ځمکې د تثبیت راپور وړاندې شو او د هغې د بیا ځل د غصب له احتمال څخه هم مخنیوی وشو.