په کنړ ولایت کې ۱۰۰ جریبه ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
Mon, Aug 14 2023 11:27 AM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۶ نېټه د شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د ځمکو د غصب اړوند یو لړ موضوعاتو په اړه بحث وشو او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

وروسته یاد شوي هیئت د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په منظور کرهالي ساحې ته سفر وکړ او په دغې ساحې کې ۱۰۰ جریبه ځمکه بررسي کړه او د هغې مساحت یې معلوم کړ او نوي کارونه یې په کې د موضوع تر وروستي کیدلو پورې وځنډول.   

دغه راز یاد شوي هیئت د دغه ولایت د مرکز د لچیګلي توحید آباد کلي ته ولاړ او د دغې ساحې د توظیف شوي پلاوي کاري بهیر څخه يې نظارت ترسره کړ. په دغې ساحې کې توظیف شوي پلاوي،  د کادستر په  ۸۲۸، ۸۲۹ او ۸۳۰  ټوټو په داخل کې، د ۲۴ ودان شویو کورونو غاصبین، د غصب شویو ځمکو مساحت، کروکي، ډول، د ځمکې او آبادۍ بیې او د هغو حدود له تعیین شوي جدول سره سم، تشخیص او تفکیک کړل او د هغې د غاصبینو شهرت یې په جدول کې درج کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS