په کندز ولایت کې ۲ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Sun, Aug 13 2023 3:24 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵هجري قمري د محرم الحرام د میاشتې په ۲۷ نېټه د یکشنبې ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د چهاردرې ولسوالۍ د یتیم کلي د ۴۰ جریبه ځمکې، د علي آباد ولسوالۍ د مدرسې په کلي کې د ۲ جریبه ځمکې، د علي آباد ولسوالۍ د شاخ تپې د ۷۰ جریبه ځمکې دوسیې او د چیب ګذر ساحې د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې دوسیه بررسۍ لاندې ونیول شوه.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د علي آباد د مدرسې ساحې ۲ جریبه ځمکه استرداد کړه او د یو کال مودې لپاره د هغې د اجارې ورکولو د پړاونو تېرولو لارښوونه یې صادر کړه او د یتیم کلي د ساحې د متصرفینو د سندونو د تطبیق په غرض یو پلاوی توظیف شو ترڅو د سندونو له تطبیق، سکیچ او کروکي څخه وروسته د یادې ساحې راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

د چیپ ګذر ساحې د دوسیې په اړه هم تصمیم ونیول شو چې د تخنیکي هیئت ټول غړي راتلونکې اوونۍ ساحې ته روان شي او یاده شوې ساحه ټوله بررسۍ لاندې ونیسي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS