په ارزګان ولایت کې ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Sat, Aug 12 2023 3:39 PM
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار ګردنې ګاب ساحې ته سفر وکړ او له یادې ساحې څخه یې لیدنه او بررسي ترسره کړه.

یاد شوي هیئت په دغې ساحه کې ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکه چې د یادې ساحې د کوچیانو له خوا غصب شوې وه استرداد کړه او اړوندې ادارې ته وسپارله او په دغې ساحې کې ۸ کیندل شوي څاګاني  هم د هیئت له خوا وتړل شوې.

دغه هیئت د یادې ساحې اوسیدونکو له پاره د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله فرمان بیان کړ او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د امارتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS