په لغمان ولایت کې ۱.۵ جریبه ځمکه د هغې اصلي مالکانو ته وسپارل شوه

hayat_admin
Tue, Aug 08 2023 10:16 AM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د تېرې ناستې له پریکړو څخه بیاکتنه وشوه.

وروسته تخنیکي هیئت د یاد ولایت په مرکز کې د سلطان غازي بابا ښارګوټي ته روان شو او په دغې ساحه کې ۱.۵ جریبه ځمکه د هغې اصلي مالکانو ته وسپارله.

یاده شوې ځمکه وړاندې د مهترلام ښار د ښاروالۍ له لوري د دغه ښار دوه تنو اوسیدونکو ته ویشل شوې او د مؤقت ملکیت سند هم هغوی ته ورکړل شوی وو خو یاده شوې ځمکه د یو شمېر نورو افرادو له خوا غصب او ډبرې په کې کارول شوي دي.

تخنیکي هیئت یاده شوې ځمکه سندونو او سوابقو ته په کتلو سره د هغې اصلي مالکانو ته وسپارله او هغوی هم ژمنه وکړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت له نقشي سره سم به په دغې ځمکه کې ودانیز کارونه پر مخ یوسي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS