په عدليې وزارت کې د زده کړییزې اړتیا سنجونې د برنامې جوړول

hayat_admin
Sun, Aug 06 2023 2:45 PM
.

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د ادارې د ملکي خدمتونو انستېتوت د  ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت کارکوونکو له پاره د زده کړییزو اړتیاو د سنجولو برنامه د یاد وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د ملکي خدمتونو د انستېتوت لوی رئیس مولوي عبدالرحیم احسان، د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو رئیسانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دغې برنامې په پرانېسته کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د ملکی خدمتونو له انستېتوت څخه یې د دغې برنامې د ترسره کولو له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه. نوموړي د زده کړییزو برنامو په لار اچول د کاري چارو ښه والي په منظور اړینې وبللې ویې ویل چې هر انسان که وغواړي خپل کار او ژوند کې بریالی و اوسي او خپل موخو ته ورسیږي باید خپلو موخو ته د رسیدلو سمې لارې وپېژني.

نوموړي په ژوند او د چارو پرمخ وړلو کې عقیده او نیک عمل دوه اصلي عامل وګڼل ویې ویل چې موږ باید خپل خلکو او اسلامي نظام ته د خدمت په لاره کې دغه دوه اړین اصلونه په نظر کې ولرو او د اسلامي شریعت لارښوونو او ارشاداتو سره سم عمل ترسره کړو او ملي ګټو ته له شخصي ګټو څخه زیاته پاملرنه ولرو.

په دغې برنامې کې، د ملکي خدمتونو د انستېتوت لوی رئیس هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد انستېتوت د دندو او مسؤلیتونو په اړه يې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل په هره اداره کې د چارو لاښه پرمخ وړلو په منظور مسلکي زده کړو او د رهبري او مدیریتي زده کړو ته اړتیا شته او باید د ادارې کارکوونکي په دغو برخو کې زده کړې ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې د ملکی خدمتونو انستېتوت په همدې منظور د زده کړو سنجولو برنامه جوړه کړې ترڅو د ادارو د کارکوونکو اړتیاو ته په کتلو سره زده کړییزې برنامې جوړې کړي.

په دغې برنامه کې د زده کړو د اړتیاو سنجولو فورمې د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته وویشل شوې ترڅو هغو برنامو ته چې د هغو زده کړو اړتیا لري لومړیتوبونه وټاکي. د ملکي خدمتونو انستېتوت زده کړه ییزې برنامې د ادارو د کارکوونکو لومړیتوبونو ټاکلو په پام کې نیولو سره ترسره کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS