د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Jul 31 2023 10:50 AM
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د کیتي ولسوالۍ د کیسو بازار د استازو عریضه په کې مطرح شوه او تصمیم ونیول شو چې دغې ولسوالۍ ته د تخنیکي هیئت د سفر پلان راتلونکې غونډه کې تعیین شي.

په یاده ناسته کې خدیر، اشترلي او سنګتخت او بندر ولسوالیو ته د سفر په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او پریکړه وشوه چې د تخنیکي هیئت د رئیس په مشرۍ یو پلاوی د بررسۍ او د کمېټو تعیین په موخه یادو ولسوالیو ته سفر وکړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د میرامور ولسوالۍ په سراود کلي کې د معلمینو ښارګوټي دوسیه بررسي شوه او پریکړه وشوه چې له سنګتخت او بندر، خدیر او اشترلي ولسوالیو څخه د تخنیکي هیئت د رئیس او غړو راستنیدو څخه وروسته یادې ولسوالۍ ته د سفر پلان په پام کې ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS