فراه ولایت کې ۱۳۴۶ جریبه ځمکه امارتي تشخیص او تثبیت شوه
د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د محرم الحرام د میاشتې په ۱۰ نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز د ملا محمد نظر کاریز ساحې ته سفر وکړ او په دغې ساحه کې شپږ ټوټې ځمکه تشخیص او تثبیت کړه.
دغه هیئت د ساحې په بررسۍ سره، څلور ټوټې ځمکه چې د هغو مجموعي حدود ۱۳۴۶ جریبه ځمکه ده، امارتي تشخیص او تثبیت کړه.
په همدې توګه دوه ټوټې نوره ځمکه چې د هغې عمومي حدود ۴۹۹۸ جریبه ځمکه کیږي، شرعي قبالې، د ماليې ورکوونې سندونو او د کادستر نقشو ته په کتلو سره شخصي تشخیص او تثبیت کړه.