فراه ولایت کې ۲۲۴ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د محرم الحرام د میاشتې په ۹ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز خرمالق ساحې ته سفر وکړ او ۴۲ جریبه امارتي ځمکه يې تشخیص او تثبیت کړه. یاده ځمکه د یو شمېر اشخاصو په تصرف کې، او د کرکیلې وړ ده.
په همدې توګه دغه هیئت په یادې ساحه کې ۱۸۲ جریبه نوره امارتي او عامه ځمکه چې شاړه پاتې ده تشخیص او تثبیت کړه.