د کنړ ولایت تخنیکي هیئت د یاد ولایت د مرکز اړوند لچیکلی ساحې څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Thu, Jul 27 2023 9:09 AM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د امارتی ځمکو د تشخیص او تثبیت او له شخصي ځمکو سره د هغو د پولې او حد فاصل تعیین په منظور د یاد ولایت د مرکز لچیکلي ساحې ته ولاړ او له ساحې لیدنه او بررسي ترسره کړه.

دغه هیئت ۸۴۶ د کادستر امارتي ټوټه له ۸۱۸، ۸۱۹، ۸۲۰ او ۸۲۶ شخصي ټوټو څخه په مسلکي ډول جلا کړه او د امارتي او شخصي ملکیتونو ترمنځ یې پوله او حد فاصل مشخص او نښاني کړ.

دغه هیئت د ۸۴۶ کادستر ټوټې په داخل کې د ۷ جوړ شویو کورونو غاصبین، د غصب شویو ځمکو مساحت، کروکي، ډول، د ځمکې او د هغې د ودانیو بیې او د هغې حدود له تعیین شوي جدول سره سم، تشخیص او تفکیک کړل او د هغې د غاصبینو شهرت یې په کې درج کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS