نیمروز ولایت کې ۱۵ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Jul 26 2023 1:29 PM
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس اوغړو په حضور سره جوړه شوه او د دغه هیئت مالي او خریدارۍ کميټه په کې جوړه شوه.

دغه راز د کار او ټولنیزو چارو د رئیس په مشرۍ د تخنیکي هیئت یوه کمېټه د زرنج ښار په لویدیځ کې خوابګاه کلي ته ولاړه او د املاکي دفترونو او کادستري نقشو په پام کې نیولو سره د جي پي اس په دستګاه ۱۵ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تفکیک کړه او خط اندازې کړه.

یاد هیئت هغه اشخاص چې تثبیت شوې محدوده کې تصرفات درلودل، د هغوی سندونو بررسۍ په غرض د یاد ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست ته وبلل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS