د یوې میاشت په ترڅ کې د رسمي سندونو له تصدیق څخه څه د پاسه ۱ میلیونو او ۳۹۵ زره افغانۍ عواید راټولول
د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست د ۱۴۰۲ کال په جوزا میاشت کې د زرګونو تنو مراجعینو رسمي سندونه تصدیق کړي او د رسمي سندونو د ژباړې د حقالتصدیق او د دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو د صدور له درکه ۱ میلیونو ۳۹۵ زره ۳۴۰ افغانۍ عواید د بانکي سیستم له لارې راټول کړي او د اسلامي امارت خزانې ته تحویل کړې دي.
یاد شوي عواید په مرکزي آمریت او د کندهار، بلخ، کندز، ننګرهار، خوست، پکتیا، نیمروز، هرات او د بدخشان د ولایتونو په نمایندګیو کې د ۷ زره او ۵۹۳ رسمي سندونو د حقالتصدیق او د دارالترجمو د ژباړونکو د اجازه لیکونو د صدور له درکه راټول شوي دي.
په تصدیق شویو سندونو کې د تابعیت تذکرې، زېږون کارت، نکاح خط، زوجیت خط، طلاق خط، مجرد خط، ډول ډول جوازونه او نور رسمي سندونو او وثیقې شاملې دي چې د سند له اصل سره له مطابقت څخه وروسته تصدیق او غیر اصولي سندونه یې پېژندل شوي او ضبط شوي دي.