د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت او د یاد ولایت د مقام ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jul 22 2023 2:56 PM
.

د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت او د مقام ترمنځ د همغږۍ ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۵ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت په مقام کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د تخنیکي هیئت رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د یاد ولایت مقام ته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لاسته راوړنو راپور او د دغه هیئت  ۱۴۴۵ هجري قمري کال کاري پلان وړاندې کړ.

په دغې ناسته کې، د نورستان د والي مرستیال د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کړنې وستایلې او له هغو څخه یې قدرداني وکړه، ویې ویل چې دغه لاسته راوړنې اسلامي امارت له پاره یو ښه زیری دی. دغه راز  نوموړي ۱۴۴۵ هجري قمري کال له پاره د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې توصیې او سپارښتنې وړاندې کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS