د کابل ښاروالۍ د نهمې ناحيې له ریاست سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jul 15 2023 10:32 AM

د کابل ښاروالۍ د نهمې ناحيې له ریاست سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست د همغږۍ ناسته د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ  د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د کابل ښار د نهمې ناحيې رئيس او د نوموړي مرستیالانو او د یادې ناحيې د ګذر وکیلانو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د حقوقي مرستو رئیس د حقوقي مرستو او حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې او د ټولنې د ننګونو په حل کولو کې د هغې اهمیت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې زموږ خلک بې وزله او بې وسې دي او باید له هغوی سره مرسته وشي او دغه کار د اسلامي امارت له مکلفیتونو څخه دی.

نوموړي زیاته کړه چې د عدليې وزارت مصمم دی ترڅو د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو او د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامو جوړولو له لارې، د هیواد په کچه زموږ ګران ولس ته غوره خدمتونه عرضه کړي او په همدې منظور یې له بېلابېلو ادارو سره غونډې جوړې کړي او د دغو برنامو د تطبیق څرنګوالي او عام ولس ته د ګذر د وکیلانو له لارې د پیغام استولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره کیږي.

په دغې ناسته کې، د کابل ښار ۲۲ ناحيې په استازیتوب د ګذر د وکیلانو رئیس د دغه ډول برنامو جوړول وستایل او خلکو سره يې تر ټولو ستره معنوي مرسته وګڼله. نوموړي خپل پوښتنې او وړاندیزونه هم مطرح کړل چې د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس له لوري واوریدل شول او هغو ته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS