پکتیا ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د استول شوي پلاوی سفر او د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د فعالیتونو بررسي

hayat_admin
Thu, Jul 13 2023 1:01 PM
.

د امارت د قضایاو د لوی رئیس او د کمېسیون د سکرتر په مشرۍ د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون استول شوي پلاوي، یو شمېر ولایتونو د سفر په ترڅ کې د ذوالحجې د میاشتې په ۲۳ نېټه د سه شنبې په ورځ پکتیا ولایت ته ورسید او د یاد ولایت له تخنیکي هیئت سره یې ناسته جوړه کړه.

تخنیکي هیئت په یاده ناسته کې د دغه هیئت د ترسره شوو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات او مفصل راپور وړاندې کړ او د ځمکې د غصب د مخنیوي کړنلارې او مقررې په اړه هم بحث ترسره شو.

د کمېسیون استول شوي پلاوي له تخنیکي هیئت سره د ځمکو د غصب د مخنیوي بېلابېلو موضوعاتو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د تخنیکي هیئت ستونزې يې هم واورېدلې. یاد پلاوي ډاډ ورکړ چې ستونزې به ډیر ژر حل شي.

استول شوي پلاوي له ناستې څخه وروسته، د تخنیکي هیئت دوسیې او ترسره شوي اجراآت و ارزول او د هیئت فعالیتونه یې وستایل. په همدې توګه یاد هیئت دوسیو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته کړي او د هغو د حل په برخه کې تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS