د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jul 13 2023 8:57 AM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ځینې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې د مرکز اړوند ډنډونو ساحې دوسیه بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د هیئت یو مسلکي ټیم مدعی بها ساحې څخه لیدنه او بررسي ترسره کړي چې درې کادسترې قطعې په کې شاملې دي.

د بهر آباد لیسې دوسیه هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې یاده دوسیه د امارت قضایاو ادارې تحویل کړل شي.

په ورته مهال کې د بېرته راستنیدونکو د چارو وزارت د ښارګوټو په اړه د مرکزي کمېسیون دوسیه بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د ښار او کور جوړولو وزارت څخه معلومات وغوښتل شي او د بېرته راستنیدونکو د چارو ریاست استازی هم راتلونکې غونډې ته حاضر شي.

د یو شخص عریضه هم بحث لاندې ونیول شوه او یو ټیم موظف شو ترڅو ساحې څخه لیدنه او د نوموړي ځمکه له سندونه له مخې مشخصه کړي.

هیئت له غونډې څخه وروسته د کنړ والي خوا ته ولاړ او د هيئت د دندو او صلاحیتونو په اړه یې نوموړي ته معلومات وړاندې کړل. د کنړ والي د هیئت فعالیتونه وستایل او له یاد هیئت سره يې د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS