د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jul 11 2023 2:55 PM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو شمېر اشخاصو او افرادو عریضې، سندونه او مدارک په کې بررسي شول.

په دغې ناسته کې د دره بوم ولسوالۍ د لکه سرخ ساحې په تړاو د بیان زايي قومونو سندونه چې وړاندې د هیئت له خوا عامه مرعی تشخیص او تثبیت شوې وو، بررسي شول چې سندونو د نه ویل کیدلو له امله، د مثنی ترتیب په موخه محکمې ته راجع شول.

دغه راز د بالامرغاب په بازار کې د یو هوټل په تړاو د یو شخص پر وړاندې د بل شخص عریضه چې د مرافعه محکمې له لوري هیئت ته راجع شوې وه، بررسي شوه او پریکړه وشوه چې له ساحې څخه لیدنه وشي.

دهن باغک کې د استوګنې ۵ ودانیو موضوع چې ۳ جریبه او ۱۲ بسوې او ۱۱ بسواسې ځمکه په کې شامله ده چې د استیناف محکمه پرې د ملکیت ادعا لري هم بررسي شوه.

د استیناف محکمې د لیک پر اساس یاد یو تعمیر د ریاست الوزراء د حکم په اساس د امیرالمومنین حفظه الله او یا سترې محکمې له رسمي فرمان څخه پرته د مولوي نقیب الله په نوم یو شخص ته سپارل شوی دی چې تخنیکي هیئت یاد شخص وغوښت او له نوموړي څخه یې سندونه وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS