د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jul 11 2023 1:19 PM
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه

په یاده ناسته کې د فراه مرکز غلامان ساحه کې د ځینو شخصي او امارتي قطعاتو تثبیت او تشخیص په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شو.

دغه راز د مرکز خرمالق ساحه کې پر یوې قطعې ځمکې د افرادو او اشخاصو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې موضوع بررسي شوه او یادو افرادو او اشخاصو ته استعلامونه وویشل شول.

په دغې ناسته کې د ګلستان ولسوالۍ جنګل بور ساحه د تثبیت او شخیص شوې ځمکې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې راتلونکې ناسته کې د موضوع دواړه لوري وغوښتل شي او وروستۍ پریکړه وشي.

تخنیکي هیئت په غلامان ساحه کې د یوې اندازې ځمکې په اړه چې وړاندې تشخیص شوې خو د ځینو خلکو له خوا بیاځل غصب شوې بحث وکړ او پریکړه وکړه چې د هیئت غړي ساحې ته ولاړ شي او خلک له غصب څخه منع کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS